د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او متحده عربي اماراتو کرکټ لوبډلې نن دویمه ۲۰ اووره سیالي لري


افغان لوبغاړي د یوې سیالۍ پر مهال د مخالفې لوبډلې د بیټر سوځول لمانځي - پخوانی انځور.
افغان لوبغاړي د یوې سیالۍ پر مهال د مخالفې لوبډلې د بیټر سوځول لمانځي - پخوانی انځور.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ لوبډلې په دویمه ۲۰ اووره سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.

ټاکل شوې چې د ډېسېمبر پر ۳۱مه د شارجې په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیل شي.

د درو سیالیو په لومړۍ هغه کې، چې د ډېسېمبر پر ۲۹مه وشوه، افغانستان اماراتۍ لوبډلې ته په ۷۲ منډو ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې د لوبلړۍ وروستۍ سیالي د جنورۍ پر دویمه د شارجې په لوبغالي کې وشي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د دواړو لوبډلو ترمینځ دا سیالۍ د هغه هوکړه لیک له مخې کېږي چې تېر کال د دواړو هېوادونو د کرکټ ادارو ترمینځ لاسلیک شوی وو.

روان کال د دواړو هېوادونو ترمینځ د ۲۰ اووره سیالیو لومړنۍ لوبلړۍ افغانستان ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG