د امريکا پوځ وایي چې هيلي کاپټرو یې د ايران پر ملاتړ لرونکو حوثي یاغيانو ډزې کړي دي.
امریکایي پوځ د ډېسېمبر پر ۳۱مه په یو بیان کې وویل، برید یې هغه مهال وکړ چې یاغیانو یې پر يوې کارګو کښتۍ حمله کوله.
له یمنه سرچینې وايي چې په پېښه کې ۱۰ یاغیان وژل شوي دي.
د حوثيانو نظامي وياند يحيی سري هم پر اېکس تاييد کړې چې د امريکا په برید کې د دې ډلې د سمندري ځواک ۱۰ غړي وژل شوي او يا هم لادرکه دي.
حوثي ياغيان وايي دوی د غزې له فلسطينيانو سره په خواخوږۍ کې عمل کوي او په دې ترڅ کې یې په سره بحیره کې په بیا بیا ډرون او میزايل بریدونه کړي دي.
له دغه سمندري تنګي څخه ۱۲ فیصده نړيوال تجارتي مالونه تيريږي.