د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات پولیس د امنیت لپاره پر لويو لارو او مارکيټونو کې کېمرې لګوي


په ګڼو هېوادونو کې پولیس د امنیت لپاره له کیمرو څخه کار اخلي ـ انځور له ارشیفه.
په ګڼو هېوادونو کې پولیس د امنیت لپاره له کیمرو څخه کار اخلي ـ انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې پولیس وايي چې د وسلوالو بریدونو او غلاوو د مخنيوي لپاره پر لويو لارو او مارکېټونو کې ۱۶۰۰ امنيتي کیمرې لګوي.

د سوات پولیسو مشر شفیع الله ګنډاپور د ډېسېمبر پر ۳۱مه، مشال راډيو ته وويل چې په سیدو شريف کې یې واردمخه ۴۵۰ کیمرې لګولې او په مينګوره کې به هم نصبیږي. هغه زیاته کړه چې په دې کیمرو سره به غله او وسلوال نه شي پټېدلی نو ځکه به امنيت ښه شي.

د سوات هوټلونو اتحادیې مشر زاهد خان د ډېسېمبر پر ۳۱مه مشال راډيو ته وويل چې په وروستيوو کې په سوات کې د وسلوالو بریدونه او غلاوې زیاتې شوې نو ځکه پولیسو سره د امنيتي کیمرو په لګولو رضا شول. خو د هغه په وينا له امنيتي ادارو غوښتنه کوي چې د وسلوالو مخه په عملي ډول ونیسي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG