د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وایي په ډیره اسماعیل خان کې د ډزو هدف د مولانا فضل الرحمان قافله نه وه


د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د انتخاباتي کمپین په مهال پر مولانا فضل الرحمان او ایمل ولي خان د برید خطر دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د انتخاباتي کمپین په مهال پر مولانا فضل الرحمان او ایمل ولي خان د برید خطر دی.

د ډېره اسماعيل خان پولیس وايي د ډېسېمبر ۳۱مې په شپه د نامعلومه کسانو لخوا شوو ډزو کې د جمعيت علمای اسلام (ف) موټر هدف نه وو.

پولیسو د جنورۍ پر لومړۍ مشال راډيو ته په لېږلي بیان کې ويلي دي چې د يو پيټرول پمپ سره نېږدې نامالومه کسانو په داسې وخت کې ډزې کړې چې د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن ډرايور په ګاډو کې تېل اچول. د پولیسو په وينا د ډزو پلټنې کوي.

دغه ګوند تر ډزو وروسته په يوه خبرپاڼه کې دعوه وکړه چې چې په ډېره اسماعيل خان کې د دوی پر ګاډو برید شوی خو چا ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

ګوند زیاته کړې چې د برید هدف د دوی مشر مولانا فضل الرحمن وو خو نوموړی د ګاډو په قافله کې نه وو. په بیان کې بیا هم ټينګار شوی چې نګران حکومت دې د سیاستوالو ژوندي خوندي کړي.

د پاکستان کورنيوو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۲۹مه په خپاره کړي خبرداري کې ويلي ول چې د ټاکنو د کمپاينونو په وخت مولانا فضل الرحمن او د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر ايمل ولي خان ته خطر دی نو ځکه بايد احتياط وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG