د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسراییلو او حماس ډلې ترمینځ جګړه څلورمې میاشت ته داخله شوې ده


د غزې په رفح کې یو ماشوم له ویجاړې شوې ودانۍ سره ناست دی ـ ډ ډېسېمبر ۲۹مې انځور.
د غزې په رفح کې یو ماشوم له ویجاړې شوې ودانۍ سره ناست دی ـ ډ ډېسېمبر ۲۹مې انځور.

په داسې حال کې چې د اسراييلو او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، جګړه څلورمې مياشتې ته داخله شوې ده، پر غزې تړانګې د اسراييلو بمباري روانه وه.

د فرانس پرېس اژانس خبريالانو د جنورۍ پر شپږمه پر جنوبي ښار رفح د هوايي حملو خبر ورکړی دی. دا هغه سيمه ده چې سلګونه زره خلکو له جګړې پناه وروړې ده.

د بمبارۍ قربانيان په خان يونس کې د اروپايي هسپتال په نوم يو روغتون ته لېږدول شوي چې ورته د هغوی خپلوان هم ورټول شوي ول.

په عين وخت کې اسراييلي وزيراعظم بنيامېن نتنياهو هوډ ښکار کړی چې حماس ډله ختموي، يرغمل اسراييليان به ازادوي او دا به يقيني کوي چې غزه د اسراييل لپاره خطر پاتې نشي.

اسراييلیو ځواکونو په غزه کې د اکتوبر تر اوومې وروسته هوايي او ځمکني عمليات پيل کړل. پر هغه ورځ، وسلوالې ډلې حماس د اسراییلو پر جنوبي سیمو بریدونه وکړل، ۱،۲۰۰ اسراییلیان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیايي چارواکي وايي، په جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۲۰،۰۰۰ اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG