د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شیخ حسینې واجد په مشرۍ عوامي لیګ د بنګلادېش انتخابات ګټلي دي


په بنګلادېش کې یو پلورونکی د جنورۍ اتمې اخبارونه تیاروي چې پکې د عوامي لیګ د بریا خبرونه خپاره شوي دي.
په بنګلادېش کې یو پلورونکی د جنورۍ اتمې اخبارونه تیاروي چې پکې د عوامي لیګ د بریا خبرونه خپاره شوي دي.

د بنګلادېش د وزيراعظمې شیخ حسینې واجد په مشرۍ عوامي لیګ ګوند هغه ټولټاکنې ګټلې دي چې لویو مخالفه ګوندونو ورڅخه پرېکون (بایکاټ) کړی وو.

د جنورۍ پر اتمه د بنګلا دېش د انتخاباتو کمېشن اعلان وکړ چې یوه ورځ مخکې په شويو پارلېماني ټاکنو کې عوامي ليګ ۲۲۳ څوکۍ ګټلې دي. د هغه هېواد پارليمان ټولې ۳۵۰ څوکۍ لري چې ۵۰ یې ښځو ته ځانګړې دي.

فرانس پریس خبري اژانس ويلي چې د اېتلافي ګوندونو د ګټلو څوکيو تر حسابولو وروسته معلومېږي چې عوامي ليګ واضح اکثريت ترلاسه کړی دی او په مسلسل ډول به د پينځم ځل لپاره حکومت جوړوي.

د اژانس د خبر له مخې، د بنګلا دېش د بنسټګر شيخ مجيب الرحمن د لور شيخ حسينې واجد په حکومتولۍ کې هغه هېواد اقتصادي پرمختګ کړی خو نوموړې د بشري حقونو په سرغړونو او د مخالفو سياسي ګوندونو په ځپلو تورنه ده. له همدې امله د ۲۰۲۴ز کال په ټاکنو کې مخالفو ګوندونو د احتجاج په ډول ګډون و نه کړ.

XS
SM
MD
LG