د فرانسې لومړۍ وزیرې، د کډوالۍ په اړه د نوي قانون جوړوني پر سر له وروستیو کړکېچونو وروسته استعفا وکړه.
د هغه هېواد د ولسمشرۍ دفتر وايي، ولسمشر اېمانول مېکرون د جنورۍ پر اتمه د لومړۍ وزیرې الېزابېت بورن استعفا قبوله کړې ده.
د بورن استعفا د کډوالو لپاره د لانجمنې قانون سازۍ پر سر تر تازه سیاسي کړکېچ وروسته مخې ته راغلې ده. ولسمشر مېکرون د دغې قانون سازۍ ملاتړ کوي چې د نورو اقداماتو ترڅنګ پکې د حکومت دا واک قوي کوي چې ځيني بهرني وګړي يا کډوال له هغه هېواده وشړي.
الېزابېت بورن د ۲۰۲۲ز کال په مې میاشت کې تر هغه وروسته پر دې منصب ټاکل شوې وه چې اېمانول مېکرون د دويم ځل لپاره د هېواد ولسمشر ټاکل شوی وو.
نوموړې د فرانسې د تاریخ دویمه ښځینه وزیراعظمه وه. البته د ولسمشر دفتر په بیان کې ویلي، د نوي حکومت تر جوړېدو پورې به الېزابېت بورن خپلې چارې مخ ته وړي.