د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن ويلي د دې موقع شته چې عرب هېوادونه اسراییل ومني 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اينتني بلېنکن ـ پخوانی انځور
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اينتني بلېنکن ـ پخوانی انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اينتني بلېنکن اسراییلي مشرتابه ته ویلي، اوس هم د دې موقع شته چې عرب هېوادونه اسراییل ومني.

بلېنکن د جنورۍ پر نهمه ویلي، که اسراییل د یو مستقل فلسطیني ریاست رامينځ ته کېدو ته لاره هواره کړي، نو داسې موقع شته چې له ګاونډيو عرب هېوادونو قبولیت ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اينتني بلېنکن اسراییلو ته د سفر پر مهال له وزیراعظم بینیامين نتنیاهو سره لیده کاته کړي دي.

ټاکل شوې چې نوموړی د اسراییلو د هغې کابینې له غړو سره هم خبرې اترې وکړي چې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د حماس تر برید وروسته د جګړې لپاره جوړه شوې وه.

امریکا او اروپايي ټولنې حماس یوه ترهګره ډله ګرځولې ده.

اسراييلیو ځواکونو په غزه کې د اکتوبر تر اوومې وروسته هوايي او ځمکني عمليات پيل کړي دي. پر هغه ورځ، وسلوالې ډلې حماس د اسراییلو پر جنوبي سیمو بریدونه وکړل، ۱،۲۰۰ اسراییلیان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیايي چارواکي وايي، په جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۲۰،۰۰۰ اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG