د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن: اسراییل دې د غزې د مستقبل په اړه له فلسطینیانو او ګاونډیو هېوادونو سره ګډ کار وکړي


اینتني بلېنکن (کیڼې خوا ته) د جنورۍ پر نهمه په تل ابیب کې د اسراییلو له ولسمشر اسحاق هېرڅوګ سره روغبړ کوي.
اینتني بلېنکن (کیڼې خوا ته) د جنورۍ پر نهمه په تل ابیب کې د اسراییلو له ولسمشر اسحاق هېرڅوګ سره روغبړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر اسراییلو غږ کړی دی چې تر جګړې وروسته د غزې تړانګې په اړه پر پلانونو له منځلارو فلسطینیانو او ګاونډیو هېوادونو سره په شریکه کار وکړي.

اینتني بلېنکن وویل چې امریکا یوازې په هغې صورت کې د سیمې د بیا ابادۍ او انتظام په اړه مرستو ته اماده ده چې د "فلسطیني ریاست یا دولت جوړېدو ته لاره هواره شي."

بلېنکن د جنورۍ پر نهمه په تل ابیب کې له لوړپوړو اسراییلي چارواکو سره تر ملاقات وروسته خبري غونډې ته وویل اسراییل باید له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې په "موثره توګه پر خپل ځان د حکومت کولو لپاره د فلسطینیانو وړتیا کموي."

نوموړي زیاته کړه چې اسراییل باید د هغو فلسطیني مشرانو ملګری وي چې د خپلو خلکو رهبرۍ ته او له اسراییلو سره څنګ په څنګ په امن کې ژوند کولو ته لېواله وي.

بلېنکن ویلي دي چې سعودي عرب، اردن، قطر، متحده عربي امارات او ترکیه رضا شوي دي چې د غزې د جګړې پای ته تر رسېدو وروسته د تړانګې د بیارغونې او هلته د حکومتولۍ لپاره پلانونه پیل کړي.

ټاکل شوې ده چې د اردن، مصر او د فلسطیني ادارې مشران د جنورۍ پر۱۰مه د اردن د جنوبي سور سمندرګي په عقبه ښار کې له یو بل سره وګوري.

امریکا او اسراییل د حماس، چې واشنګټن او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، پر وړاندې په جګړه کې متحدان دي خو د غزې د راتلونکې په اړه ژور اختلاف لري.

واشنګټن او عرب ملګري یې د اوږدې مودې لپاره د ځنډ ښکار سولې بهیر د بیا ژوندۍ کولو هیله لري خو د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او د هغه اېتلافيان د دې نظر سخت مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG