د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د قامي اسمبلۍ څوکۍ احتمالي نوماند په وسلوال بريد کې ژوبل شوی دی


یو انتظامي چارواکی وايي چې برید د کېچ په تربت سیمه کې شوی دی.
یو انتظامي چارواکی وايي چې برید د کېچ په تربت سیمه کې شوی دی.

د بلوچستان د کېچ په تربت سيمه کې وسلوالو د پاکستان مسلم ليګ (ن) ګوند له خوا د قامي اسمبلۍ لپاره د څوکۍ پر احتمالي نوماند مير محمد اسلم بليدي بريد کړی چې نوموړی پکې ژوبل شوی دی.

د کېچ ډيپټي کمېشنر حسین بلوڅ مشال راډيو ته ويلي چې د جنورۍ پر ۱۰مه په شوي بريد کې بليدي څلور ډزه لګېدلی او روغتيايي حالت یې د اندېښنې وړ دی.

نوموړي زياته کړه چې بلیدي په یو ځايي پارک کې ورزش کاوه چې ورباندې حمله وشوه.

پر هغه د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

اسلم بليدي يو قبايلي مشر او پخوانی سياستوال دی. نوموړی د بلوچستان اسمبلۍ غړی او صوبايي وزير هم پاتې شوی دی.

هغه د ۲۰۲۳ز کال په وروستيو کې بلوڅ ملتپاله نیشنل ګوند پرېښود او په پاکستان مسلم ليګ (ن) کې شامل شو.

بليدي د فبرورۍ اتمې انتخاباتو لپاره د پاکستان قامي اسمبلۍ د کېچ او پنجګور سیمو لپاره د ۲۵۸مې حلقې څوکۍ ته احتمالي نوماند دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG