د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن: د فلسطیني ریاست جوړولو لپاره له سیمې سره د اسراییلو همکاري اړینه ده


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن پخوانی انځور.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن پخوانی انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ويلي دي چې له سیمې سره د اسراییلو کار کول او د فلسطیني رياست (دولت) جوړولو لپاره لار جوړول، د ایران د منزوي کولو تر ټولو غوره لار ده.

دا خبره اينتني بلېنکن د جنورۍ پر ۱۱مه د مصر په پلازمېنه قاهره کې په الوتکه کې تر سپرېدو وړاندې وکړه.

تر دې وړاندې نوموړي په قاهره کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره ملاقات کړی وو. بلېنکن زیاته کړه چې امريکا د دې پر باوري کولو تمرکز کوي چې لوېديزه غاړه زيانمنه نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سیمې ته د خپلې يوې اوونۍ سفر د جنورۍ پر ۱۱مه پای ته ورساوه.

بلېنکن د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره د غزې تر جګړې وروسته د فلسطینیانو د هغه قلمرو د بیارغونې او حکومتولۍ په اړه پر پلانونو خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG