د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ترکیه کې ۹۹ بې اسناده افغان کډوال نیول شوي دي


عموماً بې اسناده کډوال د ترکیې له لارې اروپايي هېوادونو ته ځي - پخوانی انځور.
عموماً بې اسناده کډوال د ترکیې له لارې اروپايي هېوادونو ته ځي - پخوانی انځور.

رسنۍ وايي، په ترکیه کې پولیسو لږترلږه ۹۹ بې اسناده افغان کډوال نیولي دي.

ترکیو رسنیو د جنورۍ پر ۱۴مه د هغه هېواد د پولیسو په حواله خبر ورکړی چې هغه کسان د جنورۍ پر ۱۳مه د ترکیې په ارزانجان ښار کې شوي دي.

د ترکیې پولیسو ویلي چې هغه افغان کډوال د ارزانجان ښار پر لویه لار د تالاشۍ پر مهال په یوه لارۍ کې موندل شوي دي.

دا لا څرګنده نه ده چې ایا هغه افغانان به هېواد ته ولېږدول شي او که څنګه خو تر دې مخکې اکثره بې اسناده کډوال افغانستان ته استول شوي دي.

رسنیو د نیول شویو کډوالو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو اکثر افغان او پاکستاني بې اسناده کډوال د ایران له لارې ترکیې ته داخلېږي او بیا له هغه ځایه د قاچاقبرانو په مرسته د اروپايي ټولنې هېوادونو ته ځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG