د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسرايل وايي په جنوبي غزه کې به د جګړې سخت پړاو ژر پای ته ورسېږي


اسرايلي پوځيان په غزه کې - انځور له ارشیفه
اسرايلي پوځيان په غزه کې - انځور له ارشیفه

د اسرایل چارواکي وايي د غزې په جنوبي برخه کې به د دوی د جګړې سخت پړاو ډېر زر پای ته ورسېږي.

دا اعلان د اسرایل د دفاع وزیر یواف ګالانټ د جنورۍ پر ۱۵مه د خبري غونډې پرمهال کړی دی. هغه ویلي چې د غزې په شمالي برخه کې جګړه وار له مخه دې پړاو ته رسېدلې ده.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر ګرځول شوي حماس اعلان وکړ چې دوه اسراییلي یرغمالیان مړه شوي دي. خو د هغوی د مرګ په اړه نور وضاحت نه دی ورکړل شوی.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش غږ کړی چې په سمدستي توګه دې پر بشري بنیاد اوربند وشي. د انتونیو ګوتریش په وینا، د اوربند کېدو په صورت کې به هغو ځایونو ته کافي مرستې ورسېږي چېري چې یې ضرورت دی.

XS
SM
MD
LG