د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا ويلي حوثي ياغيان د "ځانګړو نړیوالو ترهګرو" په توګه نوموي


په يمن کې له خوثي ياغيانو سره د تړلي ځواک يو غړی ـ پخوانی انځور
په يمن کې له خوثي ياغيانو سره د تړلي ځواک يو غړی ـ پخوانی انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن ویلي دي چې په یمن کې ایران پلوي حوثي یاغیان په سره سمندرګي او د عدن په خلیج کې پر نړیوالو بېړیو په بیا بیا د بریدونو پر سر د "ځانګړو نړیوالو ترهګرو" په توګه نوموي.

بلېنکن د جنورۍ پر ۱۷مه په بیان کې وویل چې پر "نړیوالو کښتیو هغو حملو بېړۍ چلوونکي له خطر سره مخامخ کړي دي، د سوداګریزو مالونو ازاد لېږد یې ګډوډ کړی او د کښتیو چلونې په حقونو او ازادیو کې یې مداخله کړې ده."

نوموړي زیاته کړه چې له حوثي یاغیانو سره باید "د هغوی د اقداماتو حساب وشي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي دي چې د حوثیانو د ترهګرې ډلې په توګه نومول کېدل به په یوه میاشت کې عملي شي.

دا په داسې حال کې ده چې هغې ډلې په غزه کې د جګړې په غبرګون کې په سره سمندرګي کې پر بېړیو حملو ته دوام ورکړی دی. په تېرو ورځو کې امریکايي او برتانیویو ځواکونو په یمن کې د حوثي یاغیانو پر مرکزونو بمباري هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG