د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اوکراين د یرغل له پیله په جګړه کې تر ۴۲۰۰۰ زيات روسيې عسکر وژل شوي‌


د اوکراین یو عسکر د روسیې له نیول شوي ټانک سره.
د اوکراین یو عسکر د روسیې له نیول شوي ټانک سره.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴ مه د اوکراین پر ختیځ د مسکو د پراخ یرغل له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۲،۲۸۴ روسي پوځي سرتېري وژل شوي دي.

دا شمېره د میډیازونا او بي بي سي روسي څانګې د خبريالانو په څيړنه کې معلومه شوې ده. په دې څېړنه کې دوی د وژل شویو پوځیانو هویت هم معلوم کړی دی.

د دواړو رسنیو سازمانونو ویلي چې په دې شمیر کې ۵۰۸۹ متحرک سرتېري او ۷۸۱۰ هغه بندیان شامل دي چې د روسیې له زندانونو څخه د جنګ لپاره خوشي شوي ول.

د میډیازونا او د بي بي سي روسي څانګې خبريالانو دا هم ثابته کړې چې لږ تر لږه ۳۰۵۳ پوځي افسران هم په دې جګړه کې وژل شوي چې د ډګروال يا لېفټېنټ کرنل څخه پورته رتبې یې درلودې.

خبريالانو خپلې څیړنې د ازادو سرچینو، ټولينزو شبکو، په رسنيو کې د رپورټونو او د قربانيانو د خپلوانو لخوا خپور شوي معلوماتو پراساس کړې دي.

د روسیې دفاع وزارت د پوځي سرتېرو د تلفاتو په اړه معلومات نه څرګندوي او د خبریالانو لخوا رپورټ شوي ارقامو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG