د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش دا غوښتنه تکرار کړې چې د فلسطین او اسراییلو د لانجې حل د دوو دولتونو (ریاستونو) په جوړېدو کې دی.
ګوتېرېش د جنورۍ پر ۲۰مه د یوګانډا په پلازمېنه کمپالا کې د ناپېیلو هېوادونو د غورځنګ د سرمشریزې پر مهال وویل چې د فلسطینیانو د خپل ریاست جوړولو حق باید ټول ومني.
نوموړي وویل، د دوو جلا ریاستونو په توګه د فلسطین او اسراییلو له منلو انکار هغه شخړه نوره هم اوږدوي.
د ګوتېرېش په وینا، هغه شخړه اوس نه یوازې د نړۍ امن او کرارۍ ته په ګواښ بدله شوې ده بلکې په هر ځای کې تقسیم ته وده ورکوي او سختدریځۍ ته لمن وهي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکو هم ویلي دي چې د منځني ختیځ هغه لسیزې پخوانۍ لانجه د جلا ریاستونو په جوړېدو هوارېدای شي.
امریکايي ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي ول چې هغوی ټول د دې لپاره کار کوي چې دوه دولتونه جوړ شي.
هغه زیاته کړې چې له غزې څخه باید فلسطینیان په زور و نه ایستل شي، هغه سیمه بیا قبضه (اشغال)، محاصره او و نه تړل شي او د ځمکې ساحه يې باید کمه نه شي.
خو د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د ازاد ریاست په توګه د فلسطین له منلو انکار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په غزې کې د اکتوبر له اوومې راهیسې د اسراییلو او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ترمینځ جګړه روانه ده چې پکې زرګونه کسان وژل شوي دي.