د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپايي ټولنې او منځني ختیځ چارواکي د غزې پر جګړې غږېږي


په برسلز کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې یو پخوانی انځور.
په برسلز کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې یو پخوانی انځور.

د اروپايي ټولنې چارواکي وايي چې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د جنورۍ پر ۲۲مه په برسلز کې د اسراییلو او فلسطین ترڅنګ د مهمو عربي هېوادونو له چارواکو سره د غزې د جګړې او په راتلونکې کې د شخړې د هواري پر امکاناتو غږېږي.

چارواکو البته د اسراییلو د بهرنیو چارو د وزیر اسراییل کټڅ او د هغه د فلسطیني سیال ریاض المالکي ترمینځ د ملاقات امکان رد کړی دی.

د مصر اردن او سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال د اروپايي ټولنې د هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ګوري چې په یوه لویه شخړه کې د منځني ختیځ د ښکېلېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش ټینګار کړی دی چې ټول باید د فلسطینیانو د خپل ریاست جوړولو حق ومني.

امریکايي چارواکو هم ویلي دي چې د منځني ختیځ هغه لسیزې پخوانۍ لانجه د جلا ریاستونو په جوړېدو هوارېدای شي.

خو د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د ازاد ریاست په توګه د فلسطین له منلو انکار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزې کې د اکتوبر له اوومې راهیسې د اسراییلو او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ترمینځ جګړه روانه ده چې پکې زرګونه کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG