د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان خلک د ځنګلونو سوځېدو اندېښمن کړي


د بر جنوبي وزیرستان خلک وايي، په کنډي غره کې په ځنګله اور لګېدلی او په بدر سیمه کې بیا په ناقونه توګه د قېمتي ځنګل وهل روان دي.

د دوی په وینا، ځايي انتظامیه او په ځانګړې توګه د ځنګلاتو محکمه د دې د مخنیوي لپاره هېڅ نه کوي.

د تیارزې سیمې یو اوسېدونکي فدا محمد د جنورۍ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې د دې قېمتي ځنګل ساتنه وکړي:

" د کونډې غر یو لوی غر دی، په دې کې څېړۍ دي، د ښوون ونې دي، ګورګورې دي. په دې ځنګل اور لګېدلی وو او اوس په خپله مړ شوی دی، حکومت په دې لړ کې هېڅ کردار ادا نکړ."

د بدر سیمې یو اوسېدونکي عبدالرحیم وویل چې د دوی په سیمه کې په پراخه توګه د قيمتي ځنګل پرې کول روان دي.

د جنوبې وزیرستان د ځنګلاتو محکمې مشر وحدت ذیشان مشال راډیو ته پخلی وکړ چې په کنډي غره کې اور لګېدلی وو خو د ده په وینا ډېر زیان یې نه دی رسولی.

خو نوموړي په بدر سیمه کې په پراخه توګه د ځنګل وهل کېده رد کړل او زیاته یې کړه چې دوی پر ځنګل وهونکو درنې جرمانې هم لګولې دي.

XS
SM
MD
LG