د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني اوکراین ته ۶ جنګي هېلېکاپټرې ورکوي


شېکورسکي سي کېنګ هېلېکاپټرې د امریکا په فلورېډا ایالت کې د امنیتي پرواز پر مهال - پخوانی انځور.
شېکورسکي سي کېنګ هېلېکاپټرې د امریکا په فلورېډا ایالت کې د امنیتي پرواز پر مهال - پخوانی انځور.

د جرمني د دفاع وزیر بورېس پېستورییس ویلي دي چې هېواد یې اوکراین ته د اوبتل (ابدوز) ضد شپږ جنګي هېلېکاپټرې ورکوي.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۳مه د اوکراین د "رامشټاین رابطې یا تماس ډلې" په نوم د اوکراین د څه د پاسه ۵۰ ملګرو هېوادونو تر ۱۸مې پرلیکه یا انلاین غونډې وروسته وویل چې "شېکورسکي سي کېنګ" نومي هېلېکاپټرې "خورا قوي" دي چې له اوکراینیانو سره به د "تور سمندرګي په څار او د سرتېرو په لېږد کې مرسته" وکړي.

پېستورییس وویل دا لومړی ځل دی چې جرمني کییف ته هغه ډول هېلېکاپټرې ورکوي.

په غونډه کې د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې له اوکراین سره مرستو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG