د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایرانیو فعالانو د اعدامونو پر ضد د نه خوړولو اعتصاب پیل کړی دی


په ایران کې په وروستیو کې د مرګ سزاګانې زیاتې شوې دي ـ انځور له ارشیفه.
په ایران کې په وروستیو کې د مرګ سزاګانې زیاتې شوې دي ـ انځور له ارشیفه.

د ایران دننه او بهر مېشتو هېوادونو فعالانو په هغه هېواد کې د اعدامونو زیاتېدو پر ضد د نه خوړلو اعتصاب (احتجاج) پيلولو اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې په وروستیو کې د مرګ سزاګانو عملي کېدو پر مهال هغه ۲۳ کلن ځوان هم په دار شو چې پکې د رواني (نفسیاتي) ستونزو تشخيص شوی وو.

دا کیمپېن تر هغې وروسته پیل شو چې د سولې نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي وویل چې هغه او لسګونه نورې بندیانې د جنورۍ پر ۲۵مه د محمد قبادلو تر اعدام وروسته د نه خوړو اعتصاب کوي.

قبادلو په ۲۰۲۲ز کال کې په ټول هېواد کې د "ښځه، ژوند، ازادي" تر شعار لاندې د لاریونونو په ترڅ کې د یو پولیس په وژلو تورن شوی وو او د جنوري پر ۲۳مه پانسي یا په دار وځړول شو.

فعالانو او د حقونو ډلو د ایرانیو چارواکو دا اقدام غندلي دي. قبادلو نهم کس وو چې د ۲۰۲۲ز کال د مظاهرو په تړاو اعدام شو.

هغه مظاهرې د پولیسو په حراست کې د یوې نجلۍ مهسا امیني تر مړینې وروسته پیل شوې وې. ۲۲ کلنه اميني د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې د ایران د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د حجاب د قانون د سرغړونې په تور نيولې وه. فعالانو او د هغې کورنۍ ویلي ول چې هغه د پولیسو د تشدد له وجې مړه شوې، خو چارواکو یې د مرګ لامل د زړه درېدل ښوولي ول.

نرګس محمدي پر ټولنیزو شبکو په خپره شوې وینا کې وویل چې اعتصاب کوونکو بندیانو په ایران کې د اعدامونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG