د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې او اوکراین لسګونه بندیان تبادله کړي دي


اوکرایني جنګي زندانیانو تر خوشې کېدو وروسته د خپل هېواد بیرغ نیولی دی - پخوانی انځور.
اوکرایني جنګي زندانیانو تر خوشې کېدو وروسته د خپل هېواد بیرغ نیولی دی - پخوانی انځور.

د روسيې او اوکراین حکومتونو د یو بل لسګونه بندیان تبادله کړي دي.

د جنورۍ پر ۳۱مه مسکو د اوکراین ۲۰۷ او کییف د روسیې ۱۹۵ بندیان یو بل ته وسپارل.

د دې شمېرو توپیر د دې له امله دی چې د روسیې په بنديانو کې یوازې پوځيان شامل دي. اوکرایني ولسمشر زېلېنسکي د بنديانو د تبادلې په اړه پر ټېلېګرام په بیان کې لیکلي چې " په بند کې زموږ هر کس په ياد دی."

د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراين د روسيې تر یرغل وروسته، د روان کال د جنورۍ په پیل کې دواړو خواوو د بنديانو تر ټولو لويه تبادله کړې وه، چې له مخې يې، د اوکراين د ۲۳۰ جنګي بنديانو په بدل کې ۲۴۸ روسي زندانیان تبادله شوي ول.

په روانه فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې د یرغل دوه کاله پوره کېدونکي دي. په هغه جنګ کې د دواړو خواوو زرګونه سرتېري وژل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG