د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د تېلو بیې لوړې کړې دي


په کراچۍ کې یو ډرېور په خپله رکشه کې تېل اچوي - پخوانی انځور.
په کراچۍ کې یو ډرېور په خپله رکشه کې تېل اچوي - پخوانی انځور.

د پاکستان لنډمهالي حکومت د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د پېټرولو او ډیزلو بیې لوړې کړې دي.

د مالیې وزارت د جنورۍ پر ۳۱مه په بیان کې ویلي دي چې د یو لیټر پېټرولو بيه ۱۳.۵۵ او د ډيزلو هغه ۲.۷۵ روپۍ لوړوي چې ورسره سم، د یو لیټر پېټرولو نرخ ۲۷۲.۸۹ او د ډیزلو ۲۷۸.۹۶ روپیو ته رسېدلی دی.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې د ماليې وزارت د سرچينو په حواله ليکلي چې په تېرو دوو اوونیو په نړیوال بازار کې د تېلو بیې لوړې شوې دي چې له کبله یې دې اقدام ته اړ شو.

تر دې مخکې حکومت د جنورۍ له ۱۶مې څخه د میاشتې تر پای پورې د یو لیټر پېټرولو نرخ اته روپۍ کم کړی وو خو د ډیزلو هغه یې پر ځای ساتلی وو.

د جنورۍ پر ۱۵مه د پاکستان د بجلۍ د اخیستو مرکزي ادارې (سنټرل پاور پرچېسېنګ اېجنسۍ) په یو درخواست کې د برېښنا د نظم له قامي ادارې (نیپرا) څخه غوښتي ول چې د بجلۍ نرخ دې د یو یونټ پر سر پینځه روپۍ زیات کړي.

پاکستان د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د پور د شرطونو پوره کولو لپاره په پړاوونو کې د برېښنا، تېلو او ګیس په بیو کې دولتي رعایت ختمولو ته دوام ورکړی دی چې ورسره د انرژۍ بیې خورا لوړې شوې چې پرضد یې خلکو او ګوندونو مظاهرې هم کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG