د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو له طالبانو د قطرغونډه کې د ګډون غوښتنه وکړه


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتنبایووا د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیده کاته کړي. (انځور: ارشیف)
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتنبایووا د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیده کاته کړي. (انځور: ارشیف)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتنبایووا د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د فرورۍ پردرېمه په دې لیدنه کې اتنبایووا د دوحې د غونډې په اړه معلومات ورکړل او له طالبانو یې د ګډون غوښتنه وکړه. بیان یاتوي چې امیر خان متقي په ځواب کې ویلي چې د طالبانو حکومت به د وضاحتونو په رڼا کې د دوحې په ناسته کې د خپل پلاوي د ګډون په اړه پرېکړه کوي.

تمه ده چې د فرورۍ پر ۱۸مه او ۱۹مه نېټه د قطر په پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان په اړه یوه ناسته ترسره شي. په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه نوي استازي پر ټاکلو، د ښځو او بشري حقونو پر وضعیت او له افغانستان سره پر تړلو مسلو بحث کېږي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې په زور حکومت نیولی. تر هغې وروسته یې ګڼ سختدريځه حکمونه عملي‌کړي چې پکې پر نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده کړو او پر ښځو د کار بندیزونه شامل دي. طالبانو د دې بندیزونو د لیرې کولو په اړه د افغان مېرمنو، بشري حقونو ادارو او ملګرو ملتونو غوښتنې رد کړې دي. د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG