د لاسرسي ځای

تازه خبر

بونېر کې پر امنيتي پوسته ډزو کې ۲ پوليسانو ته مرګژوبله اوښتې ده


د خيبر پښتونخوا پوليس د لټون عمليات کوي ـ پخوانی انځور
د خيبر پښتونخوا پوليس د لټون عمليات کوي ـ پخوانی انځور

د خيبر پښتونخوا په بونېر کې د پوليسو پر يوه امنيتي پوسته د وسلوالو په ډزو يو پوليس وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

د بونېر پوليسو ضلعي مشر شاه حسن نن سهار (د فبرورۍ پر شپږمه) مشال راډيو ته وويل چې ډزې بېګا شاوخوا يوه بجه پر امبېله امنيتي پوسته باندې وشوې، چې يو پوليس سرتېری پکې ووژل شو او بل ژوبل شو.

نوموړی زياتوي چې پوليسو ته له وړاندې خبر رسېدلی وو چې يو کس د غلا له يوې ګاډي سره پر امنيتي پوسته تېرېږي. د شاه حسن په وينا، چې کله پوليسو ګاډي تښتوونکي ته د درېدو اشاره وکړه، نو هغه پر پوليسو ډزې وکړې او وتښتېد.

پوليس وايي د پېښې په تړاو يې د لټون عمليات پيل کړي دي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG