د لاسرسي ځای

تازه خبر

رېچرډ بېنېټ له طالبانو غوښتي دي چې د ښځو د نیولو لړۍ ودروي


د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچرډ بېنېټ ـ انځور له ارشیفه.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچرډ بېنېټ ـ انځور له ارشیفه.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچرډ بېنېټ له طالبانو غوښتي دي چې په یوه او بله نامه او پلمه د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ ودروي.

بېنېټ د فبروري پر ۱۰مه پر اېکس په یوه بحث کې د څرګندونو پر مهال له طالبانو وغوښتل چې د ناسم حجاب یا بې حجابۍ او اعتراض په نوم د ښځو او نجونو نيول بند کړي.

بېنېټ زياته کړه، خبر دی چې د طالبانو "خپلسرو" ګرفتاريو تر ډېره د افغانستان هزاره ښځې اغېزمنې کړې دي او دا عمليات د هېواد اکثرو ولایتونو ته د غځېدو په حال کې دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په لومړیو کې تایید کړې وه چې ځینې ښځې بې حجابۍ ته د خلکو د هڅونې په تور نیول شوې وې خو تر سپارښتنو وروسته خوشې شوې دي.

مجاهد تېره اوونۍ رسنیو ته ويلي ول چې تر اوسه ورسره هېڅ ښځه د حجاب نه مراعتولو په تور بندي نه ده.

XS
SM
MD
LG