د افغانستان کرکټ بورډ د سریلانکا پر وړاندې د کرکټ دیوو شل اووره سیالیو ته ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
بورډ د فرورۍ پر دولسمه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، ابراهیم ځدراڼ به په دې لوبلړۍ کې د افغانستان لوبډلمشر وي.
په اعلان شوې لوبډله کې رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، اسحاق رحیمي، ګلبدین نایب، محمدنبي، نجیب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فضل حق فاروقي، فریداحمد، نوین الحق، نوراحمد، وفادار مومند او قیس احمد شامل شوي دي.
راشدخان، سلیم ساپی او مجیب الرحمن د ټپونو له امله په دې لوبلړۍ کې نه دي اخستل شوي.
افغانستان تر دې مخکې د سري لنکا په سفر کې خپلې ټېسټ او يو ورځنۍ سیاليو لوبلړۍ بایللې دي.
د ویلو ده چې د فرورۍ پر دولسمه سریلانکا هم یادو شل اووره سیالیو ته لوبډله اعلان کړه. د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ به د فرورۍ په ۱۷مه نېټه پیل شي.