د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا د مالیې وزیره وايي هېواد یې بايد د اوکراین د ملاتړ ژمنې پوره کړي


د امريکا د ماليې وزيره جېنېټ یلېن په واشنګټن کې يوې خبري غونډې ته وينا کوي ـ پخوانی انځور
د امريکا د ماليې وزيره جېنېټ یلېن په واشنګټن کې يوې خبري غونډې ته وينا کوي ـ پخوانی انځور

د امريکا د مالیې وزیرې ويلي چې دا ډېره مهمه ده چې هېواد يې د اوکراین د ملاتړ ژمنې پوره کړي.

جېنېټ یلېن د فبرورۍ پر ۱۴مه د مېشېګن ايالت په ډېټرایټ ښار کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال خبرداری ورکړ چې د ژمنو نه پوره کول به د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتين زړور کړي چې پر نورو هېوادونو بريد وکړي.

هغې د امريکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر هغو تازه څرګندونو هم غصه وښووله چې پکې یې د ناټو پر غړو هېوادونو د بريد په اړه د امريکا د ملاتړ هوډ تر پوښتنې لاندې راوستی وو. هغې وويل چې د هغه څرګندونې ډېرې غیرذمه وارانه ګڼي.

يلېن د امريکا استازو جرګې پر غړو ټينګار وکړ چې د اوکراین، اسراييلو او تايوان لپاره دې د ۹۵.۳۴ اربه ډالرو پوځي مرستې منظورې کړي.

XS
SM
MD
LG