د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او سري لنکا ترمینځ د ۲۰ اووره کرکټ سیالیو لومړۍ لوبه سبا کېږي


د افغانستان بیټر تر توپوهنې وروسته منډه وهي او سري لنکایی لوبغاړی د توپ نیولو هڅه کوي - پخوانی انځور.
د افغانستان بیټر تر توپوهنې وروسته منډه وهي او سري لنکایی لوبغاړی د توپ نیولو هڅه کوي - پخوانی انځور.

د افغانستان او سري لنکا لوبډلې د فبرورۍ پر ۱۷مه د درو ۲۰ اووره کرکټ سیالیو په لومړۍ لوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

ټاکل شوې چې د دمبولا ښار په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر شپږ نیمو او د کابل پر شپږو بجو پیل شي.

له هغه وروسته به دويمه سيالي د فبرورۍ پر ۱۹مه او درېيمه به د فبرورۍ پر ۲۱مه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې کوربه لوبډلې تر دې مخکې یو ټېسټ او درې یو ورځنۍ سیالۍ له افغانستانه ګټلې دي.

د دواړو هېوادونو د کرکټ بورډونو د فبرورۍ پر ۱۲مه د ۲۰ اووره سیالیو لپاره خپلې لوبډلې اعلان کړې.

په ۲۰ اووره سياليو کې د افغان لوبډلې مشري ابراهيم ځدراڼ کوي. په دې سياليو کې د افغانستان دوه ورو توپ اچوونکي راشد خان او مجيب ځدران ګډون نه کوي.

XS
SM
MD
LG