د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي له غربي هېوادونو نورې پوځي مرستې غوښتې دي


زېلینسکي د فبرورۍ پر ۱۷مه د میونښ امنیتي غونډې پر مهال.
زېلینسکي د فبرورۍ پر ۱۷مه د میونښ امنیتي غونډې پر مهال.

د اوکراین ولسمشر وولودېمیر زېلېنسکي پر غربی هېوادونو غږ کړی دی چې د روسیی پر ضد د جګړې لپاره دې ورته نوره وسله او مهمات ورکړي.

زېلېنسکي د فبروری پر ۱۷مه د میونښ (مونشن) امنیتي کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د ولس ژوند ژغورل ورته مهم دي او دا یی تر ټولو غوره مقصد دی.

زېلېنسکي وویل، روسیې ورڅخه هېڅ ځای نه دی نیولی او زیاته یې کړه چې روسیې یوازې ځایونه تباه کړي دي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ او د هغه هېواد ځینې برخې یې نیولي دي.

له هغه وخت راهیسې هلته د دواړو خواوو ترمینځ جګړه دوام لري چې پکې د دواړو هېوادونو زرګونه سرتېري وژل شوي، ګڼو اوکراینیانو ته مرګژوبله اوښتې او لکونه ولسي وګړي کډوال او بې کوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG