د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن لاهور قلندرز او کوټه ګلیډیېټرز یو بل ته مخامخېږي


د ملتان سلطانز بالر د کراچۍ کېنګز بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د فبرورۍ ۱۸مې انځور.
د ملتان سلطانز بالر د کراچۍ کېنګز بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د فبرورۍ ۱۸مې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې لاهور قلندرز او کوټه ګلیډيېټرز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د فبرورۍ پر ۱۹مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې کوټه ګلیډیېټرز او ملتان سلطانز خپلې لومړۍ سیالۍ وګټلې.

د فبرورۍ پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې کوټه ګلیډیېټرز پېښور زلمي ته په ۱۶ منډو ماتې ورکړه.

تر دې وروسته دویمه سیالي د ملتان په کرکټ لوبغالي کې د کوربه ملتان سلطانز او کراچۍ کېنګز ترمینځ وشوه. د لوبې پچه کراچۍ کېنګز وګټله خو لومړی یې د بالېنګ پرېکړه وکړه. ملتان سلطانز لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۵ منډې وکړې. رضا هېنډرېکس ۷۹، ډېوېډ ملان ۵۲ او خوشدل شاه ۲۸ منډې وکړې.

په ځواب کې د کراچۍ کېنګز لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۰ منډې وکړای شوې او سیالي یې په ۵۵ منډو وبایلله. د کراچۍ کېنګز شعېب ملک ۵۳، شان مسعود ۳۰ او کیېرن پولارډ ۲۸ منډې وکړې. د ملتان سلطانز محمد علي درې او عباس اپرېدي او ډېوېډ وېلي دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر ۲۰مه ملتان سلطانز او اسلام اباد یونایټېد یو بل ته مخامخ شي.

د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي او پایلوبه به یې د مارچ پر ۱۸مه کېږي.

لاهور قلندرز په ۲۰۲۳ز کال کې ملتان سلطانز لوبډلې ته په ماتې ورکولو د اتم پړاو اتله شوې وه.

XS
SM
MD
LG