د لاسرسي ځای

تازه خبر

د الېکسي نوالني کونډې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره لیدلي


د نوالني کونډه یولیا نوالنایا د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو تګلارې له مشر جوزف بورېل سره ناسته ده - د فبرورۍ ۱۹مې انځور.
د نوالني کونډه یولیا نوالنایا د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو تګلارې له مشر جوزف بورېل سره ناسته ده - د فبرورۍ ۱۹مې انځور.

چارواکي وايي، چې د روسیې د ولسمشر سیاسي مخالف او سخت منتقد الېکسي نوالني کونډې د فبرورۍ پر ۱۹مه په بروکسل (برسلز) د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدلي دي.

۴۷ کلن نوالني په بند کې د څه باندې درو کلونو تر تېرولو وروسته د فبرورۍ پر ۱۶مه په زندان کې مړ شو. د هغه مړینې د نړۍ د رهبرانو او د هغه د پلویانو غوسه پارولې ده.

په برسلز کې د مشال راډیو خبریال وايي، یولیا نوالنایا هلته تر تړلو دروازو شا ته د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ته وینا کړې ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې مشر جوزپ بورېل د فبرورۍ پر ۱۸مه پر اېکس په بیان کې ویلي ول چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو شورا به د نوموړې هرکلی وکړي.

بورېل ویلي چې د اروپايي ټولنې وزیران په روسیه کې د خپلواکو مبارزانو د ملاتړ لپاره یو قوي پیغام ورکوي.

د بشري حقونو ډلو ویلي، چې د روسیې په بېلابېلو ښارونو کې تر ۴۰ زیات کسان چې د الېکسي نوالني د درناوي لپاره ورټول شوي ول، نیول شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې محکمو په لسګونو ویرکوونکي زنداني کړي دي.

نوالني د هغو تورونو له کبله چې ګومان کېږي تر ډېره سیاسي انګېزه لري، نیول شوی او زنداني شوی وو.

XS
SM
MD
LG