د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن ملتان سلطانز او اسلام اباد يونايټېډ یو بل ته مخامخېږي


د ملتان سلطانز لوبغاړي د کراچۍ کېنګز بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د فبرورۍ ۱۸مې انځور.
د ملتان سلطانز لوبغاړي د کراچۍ کېنګز بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د فبرورۍ ۱۸مې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې ملتان سلطانز او اسلام اباد يونايټېډ لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د فبرورۍ پر ۲۰مه د ملتان په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

د فبرورۍ پر ۱۷مه پيل شويو دې سياليو کې تر اوسه ملتان سلطانز او اسلام اباد يونايټېډ له نورو لوبډلو سره يوه يوه لوبه کړې او دواړو خپلې لوبې ګټلې دي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د فبرورۍ پر ۱۹مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې کوټه ګلیډیېټرز لاهور قلندرز ته په پينځو وېکټو ماتې ورکړه.

لاهور قلندرز لومړی بيټېنګ وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷ منډې وکړې.

په ځواب کې د کوټه ګلېډیېټرز لوبډلې په ۲۰ز اوور کې د پينځو لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر ۲۱مه پېښور زلمي او کراچي کېنګز یو بل ته مخامخ شي.

د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي او پایلوبه به یې د مارچ پر ۱۸مه کېږي.

لاهور قلندرز په ۲۰۲۳ز کال کې ملتان سلطانز لوبډلې ته په ماتې ورکولو د اتم پړاو اتله شوې وه.

XS
SM
MD
LG