د افغانستان او سري لنکا لوبډلې د درو ۲۰ اووره کرکټ سیالیو په وروستۍ لوبه کې یو بل ته مخامخ شوې دي.
د سري لنکا دمبولا ښار په لوبغالي کې د فبرورۍ ۲۱مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر شپږ نیمو او د کابل پر شپږو بجو پیل شوه چې پچه یې افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان بیټرانو ښه لوبه وکړه او حضرت الله ځاځی تر ۴۵ منډو جوړولو وسوځېد، تر هغه وروسته ابراهیم ځدراڼ ۱۰ منډې وکړې او وسوځېد. افغان لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې وکړې.
رحمان الله ګربز ۷۰، عظمت الله عمرزي ۳۱، محمد اسحاق د ملي لوبډلې لپاره په خپله لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ ۱۶ او محمد نبي هم ۱۶ منډې وکړې.
د کوربه سري لنکا متیشا پتیرانا او اکیلا دننجایا دوه، دوه او ونېندو هسرنګا یو افغان لوبغاړی وسوځاوه.
سري لنکا د فبرورۍ پر ۱۹مه په دویمه ۲۰ اووره سیالۍ کې افغانستان ته په ۷۲ منډو په ماتې ورکولو لوبلړۍ په خپل نوم کړه. تر دې مخکې سري لنکا د فبرورۍ پر ۱۷مه په لومړۍ سیالۍ کې افغانستان ته په څلورو منډو ماتې ورکړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې سري لنکا تر دې مخکې له افغانستانه یو ټېسټ او درې یو ورځنۍ سیالۍ ګټلې دي.
په ۲۰ اووره سياليو کې د افغان لوبډلې مشري ابراهيم ځدراڼ کوي. په دې سياليو کې د افغانستان دوه ورو توپ اچوونکي راشد خان او مجيب ځدران ګډون نه کوي.