د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: کراچۍ کېنګز پېښور زلمي ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه


د پېښور زلمي وېکټ ساتونکی د کراچۍ کېنګز شعېب ملک سوځوي - د فبرورۍ ۲۱مې انځور.
د پېښور زلمي وېکټ ساتونکی د کراچۍ کېنګز شعېب ملک سوځوي - د فبرورۍ ۲۱مې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې کراچۍ کېنګز پېښور زلمي ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه.

د فبرورۍ پر ۲۱مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې د پېښور زلمي او کراچۍ کېنګز ترمینځ سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر دوو او د کابل پر یوه نیمه بجه پیل شوه چې پچه یې کراچۍ کېنګز وګټله خو لومړی یې د توپ اچونې (بالېنګ) پرېکړه وکړه.

د پېښور زلمي لومړي درې لوبغاړي ژر وسوځېدل خو بابر اعظم او رومان پاول په ګډه بیټېنګ ته دوام ورکړ او مجموعي منډې یې تر ۱۰۸ وروسولې، خو وروسته له اصف علي پرته هېچا ښه بیټېنګ و نه کړای شو. د پېښور زلمي ټول لوبغاړي په ۲۰م اوور کې په ۱۵۴ منډو وسوځېدل. اعظم ۷۲، پاول ۳۹ او علي ۲۳ منډې وکړې.

د کراچۍ کېنګز میر حمزه او حسن علي درې، درې، ډینییل سیمز دوه او شعېب ملک او محمد نواز یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.

په ځواب کې د کراچۍ کېنګز لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۷م اوور کې د درو لوبغاړو په زیان پوره کړ. د کراچۍ کېیرن پولارډ ۴۹، جېمز وېنس ۳۸، شعېب ملک ۲۹ او محمد اخلاق ۲۴ منډې وکړې.

د پېښور زلمي لوک ووډ دوه او وقار سلامخېل یوه وېکټه واخیسته.

د فبرورۍ پر ۲۱مه د ملتان په لوبغالي کې د لاهور قلندرز او ملتان سلطانز ترمینځ لوبه د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیل شوه چې پچه یې لاهور قلندرز وګټله او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه.

هغې لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په زیان ۱۶۶ منډې وکړې. رسي فن دېر دوسن ۵۴، فخر زمان ۴۱، سکندر رضا ۱۶ او کارلوس بریتوېټ ۱۵ منډې وکړې.

د ملتان سلطانز محمد علي دوه او عباس اپرېدي او اسامه میر یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د فبرورۍ پر ۲۰مه ملتان سلطانز لوبډلې اسلام اباد یونایټېډ ته په پینځو وېکټو ماتې ورکړه. د ملتان په لوبغالي کې لومړی بیټېنګ اسلام اباد یونایټېډ وکړ او ټول لوبغاړي یې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې په ۱۴۴ منډو وسوځېدل. ملتان سلطانز ټاکلی هدف د پینځو وېکټو په زیان پوره کړ.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر ۲۲مه کوټه ګلیډیېټرز او اسلام اباد یونایټېډ له یو بل سره سیالي وکړي.

د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي او پایلوبه به یې د مارچ پر ۱۸مه کېږي.

لاهور قلندرز په ۲۰۲۳ز کال کې ملتان سلطانز لوبډلې ته په ماتې ورکولو د اتم پړاو اتله شوې وه.

XS
SM
MD
LG