د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: اسلام اباد یونایټېډ کوټه ګلیډیېټرز ته د ۱۳۹ منډو هدف ورکړی دی


د اسلام اباد یونایټېډ بیټر الېکس هېلز د توپوهنې پر مهال - د فبرورۍ ۲۲مې انځور.
د اسلام اباد یونایټېډ بیټر الېکس هېلز د توپوهنې پر مهال - د فبرورۍ ۲۲مې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې کوټه ګلیډیېټرز او اسلام اباد یونایټېډ یو بل ته مخامخ شوي دي.

د فبرورۍ پر ۲۲مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیل شوه چې پچه یې کوټه ګلیډیېټرز وګټله او لومړی یې د بالېنګ پرېکړه وکړه.

د اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې چټکه توپوهنه پیل کړه خو لومړی لوبغاړی یې د ۲۹ پر مجموعي منډو وسوځېد. تر هغې وروسته کولېن منرو او سلمان علي اغا بیټېنګ ته دوام ورکړ. خو تر منرو وروسته شاداب خان، اعظم خان او اغا نسبتاً ژر وسوځېدل چې له وجې یې هغه لوبډله تر فشار لاندې راغلله.

اسلام اباد یونایټېډ په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۸ منډې وکړې. اغا ۳۳، الېکس هېلز ۲۱ او منرو او فهیم اشرف ۲۰، ۲۰ منډې وکړې.

د کوټه ګلیډیېټرز ابرار احمد او محمد وسیم درې، درې او عقیل حسین دوه لوبغاړي وسوځول.

تر دې یوه ورځ مخکې دوه سیالۍ وشوې چې په لومړۍ کې یې کراچۍ کېنګز لوبډلې پېښور زلمي ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه.

د فبرورۍ پر ۲۱مه د ملتان په لوبغالي کې په دویمه سیالۍ کې ملتان سلطانز لاهور قلندرز ته په پينځو وېکټو ماتې ورکړه.

په هغه لوبه کې لومړی بیټېنګ لاهور قلندرز وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په زیان ۱۶۶ منډې وکړې. رسي فن دېر دوسن ۵۴، فخر زمان ۴۱، سکندر رضا ۱۶ او کارلوس بریتوېټ ۱۵ منډې وکړې.

د ملتان سلطانز محمد علي دوه او عباس اپرېدي او اسامه میر یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.

په ځواب کې د ملتان سلطانز دوه لوبغاړي ژر وسوځېدل خو محمد رضوان چټکه لوبه وکړه البته بلې خوا ته یې ملګری یاسر خان هم ژر وسوځېد. تر دې وروسته ډېوېډ وېلي له رضوان سره بیټېنګ ته دوام ورکړ. رضوان ۸۲ منډې وکړې او وسوځېد. تر نوموړي وروسته محمد افتخار خورا چټکه توپوهنه وکړه او سیالي یې وګټله. هغه ۳۴ او وېلي ۲۵ منډې وکړې.

د لاهور قلندرز شاهین شاه اپرېدي او زمان خان دوه، دوه او جارج لېنډې یوه وېکټه واخیسته.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر ۲۳مه ملتان سلطانز او پېښور زلمي له یو بل سره سیالي وکړي.

د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي او پایلوبه به یې د مارچ پر ۱۸مه کېږي.

لاهور قلندرز په ۲۰۲۳ز کال کې ملتان سلطانز لوبډلې ته په ماتې ورکولو د اتم پړاو اتله شوې وه.

XS
SM
MD
LG