د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: ملتان سلطانز او پېښور زلمي نن یو بل ته مخامخېږي


د کوټه ګلیډیېټرز جېسن رای د فبرورۍ پر ۲۲مه د اسلام اباد یونایټېډ پر وړاندې ۳۷ منډې وکړې.
د کوټه ګلیډیېټرز جېسن رای د فبرورۍ پر ۲۲مه د اسلام اباد یونایټېډ پر وړاندې ۳۷ منډې وکړې.

د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې ملتان سلطانز او پېښور زلمي یو بل ته مخامخېږي.

د فبرورۍ پر ۲۳مه د ملتان په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې کوټه ګلیډیېټرز لوبډلې اسلام اباد یونایټېډ ته په درو وېکټو ماتې ورکړه. په هغه سیالۍ کې لومړی بیټېنګ اسلام اباد یونایټېډ وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۸ منډې وکړې.

په ځواب کې د کوټه ګلیډيېټرز لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۹م اوور کې د اووه لوبغاړو په زیان پوره کړ. د هغې لوبډلې جېسن رای ۳۷، رایلې روسو ۳۴ او شېرفان رترفورډ ۲۹ منډې وکړې.

د اسلام اباد یونایټېډ شاداب خان او نسیم شاه دوه، دوه او حنین شاه یوه وېکټه واخیسته.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر ۲۴مه لاهور قلندرز او کراچې کېنګز له یو بل سره سیالي وکړي.

د پاکستان سوپر لیګ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي او پایلوبه به یې د مارچ پر ۱۸مه کېږي.

XS
SM
MD
LG