د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: ملتان سلطانز کوټه ګلیډیېټرز ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړه


د ملتان سلطانز محمد علي د کوټه ګلیډیېټرز د بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د فبرورۍ ۲۵مې انځور.
د ملتان سلطانز محمد علي د کوټه ګلیډیېټرز د بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د فبرورۍ ۲۵مې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې ملتان سلطانز کوټه ګلیډیېټرز ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړې ده

د فبرورۍ پر ۲۵مه د ملتان په لوبغالي کې د کوټه ګلیډیېټرز او ملتان سلطانز ترمینځ سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر دوو او د کابل پر یوه نیمه بجه پیل شوه چې پچه یې کوټه ګلیډیېټرز وګټله خو لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

ملتان سلطانز په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۰ منډې وکړې. د هغې لوبډلې ریزا هینډرېکس ۷۲، محمد رضوان ۵۱ او طیب طاهر ۳۵ منډې وکړې. د کوټه ګلیډیېټرز محمد عامر دوه او عقیل حسین او ابرار احمد یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.

په ځواب کې د کوټه ګلیډیېټرز لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۷ منډې وکړای شوې. خواجه نافع ۳۶، رایلې روسو ۳۰، سعود شکیل ۲۴ او شېرفین ردرفورډ ۲۱ منډې وکړې. د ملتان سلطانز محمد علي او ډېوېډ وېلي درې، درې، افتاب ابراهیم دوه اسامه میر یوه وېکټه واخیسته.

د فبرورۍ پر ۲۵مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې د پېښور زلمي او لاهور قلندرز ترمینځ سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیل شوه چې پچه یې لاهور قلندرز وګټله خو لومړی یې د بالېنګ پرېکړه وکړه.

پېښور زلمي ښه توپوهنه پیل کړه او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۱ منډې وکړې. د هغې لوبډلې صایم ایوب ۸۸، بابر اعظم ۴۸ او رومان پاول ۴۶ منډې وکړې. د لاهور قلندرز شاهین شاه اپرېدي درې او جهانداد خان یو لوبغاړی وسوځاوه.

تر دې یوه ورځ مخکې کراچۍ کېنګز لوبډلې په قذافي لوبغالي کې لاهور قلندرز ته په دوو وېکټو ماتې ورکړه. په هغه سیالۍ کې لومړی بیټېنګ لاهور قلندرز وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په زیان ۱۷۵ منډې وکړې. په ځواب کې کراچۍ کېنګز لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر ۲۶مه پېښور زلمي او اسلام اباد یونایټېډ له یو بل سره سیالي وکړي.

د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي او پایلوبه به یې د مارچ پر ۱۸مه کېږي.

XS
SM
MD
LG