د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې سره په جګړه کې په ۲ کلونو کې ۳۱۰۰۰ اوکرایني عسکر وژل شوي دي


ولسمشر زېلېنسکي د روسیې سره په جګړه کې د وژل شویو اوکرایني سرتیرو پر یادګار ګلونه ږدي ـ انځور له ارشیفه.
ولسمشر زېلېنسکي د روسیې سره په جګړه کې د وژل شویو اوکرایني سرتیرو پر یادګار ګلونه ږدي ـ انځور له ارشیفه.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي دي چې دوه کاله مخکې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې په جګړه کې ۳۱۰۰۰ اوکرایني سرتېري وژل شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې نوموړي په جګړه کې د خپلو وژل شویو پوځیانو رسمي ارقام ورکړل. زېلېنسکي د فبرورۍ پر ۲۴مه، په کییف کې پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت خبري غونډې ته په وینا کې هیله وښوده چې د نړۍ مشران به په راتلونکو میاشتو کې په سوېټزرلینډ کې په سرمشریزه کې د سولې په اړه د هغه پر لیدلوري بحث وکړي.

نوموړي وویل، هېواد یې عادلانه سوله غواړي "هر عادي وګړی غواړي چې جګړه ختمه شي. خو په موږ کې به هېڅوک زموږ د اوکراین د ختمولو اجازه ور نه کړي. نو هر وخت چې د جګړې د ختمولو خبره کېږي، موږ همېشه زیاتوو چې دا به زموږ په شرایطو پای ته رسي. داراز، کله چې د سولې خبره کېږي، نو موږ تل ورزیاتوو چې سوله باید عادلانه وي."

زېلېنسکي په جګړه کې د ژوبلو سرتېرو شمېر ور نه کړ. د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل دوه کاله پوره شول چې پکې زرګونه روسي سرتېري هم وژل شوي دي خو مسکو عموماً د جګړې په ډګر کې خپلو پوځیانو ته د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG