د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن ملتان سلطانز او لاهور قلندرز یو بل ته مخامخېږي


د فبرورۍ پر ۲۶مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې د پېښور زلمي لوبغاړی حسيب الله د اسلام اباد يونايټېډ خلاف توپوهنه کوي.
د فبرورۍ پر ۲۶مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې د پېښور زلمي لوبغاړی حسيب الله د اسلام اباد يونايټېډ خلاف توپوهنه کوي.

د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې نن ملتان سلطانز او لاهور قلندرز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د فبرورۍ پر ۲۷مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې دا سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د فبرورۍ پر ۲۶مه پېښور زلمي اسلام اباد يونايټېډ ته په اتو منډو ماتې ورکړه.

په هغه لوبه کې پېښور زلمي لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکليو ۲۰ اورونو کې يې د پينځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۱ منډې وکړې. په ځواب کې اسلام اباد يونايټېډ په ټاکليو ۲۰ اورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۳ منډې وکړې او لوبه يې بايله.

د پېښور زلمي لوبډلمشر بابر اعظم پر ۶۳ توپونو ۱۱۱ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو. نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی شو.

بلخوا د پېښور زلمي عارف يعقوب د اسلام يونايټېډ پينځه لوبغاړي وسوځول.

ټاکل شوې چې سبا (د فبرورۍ پر ۲۸مه) اسلام اباد يونايټېډ او کراچۍ کېنګز یو بل ته مخامخ شي. د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي او پایلوبه به یې د مارچ پر ۱۸مه کېږي.

لاهور قلندرز په ۲۰۲۳ز کال کې ملتان سلطانز لوبډلې ته په ماتې ورکولو د اتم پړاو اتله شوې وه.

XS
SM
MD
LG