د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت په يوه اوونۍ کې دننه درېيم کس ته د مرګ سزا ورکړې ده


د طالبانو حکومت څو ورځې وړاندې په غزني کې دوو کسانو ته د مرګ سزا ورکړې وه ـ انځور له ارشيفه
د طالبانو حکومت څو ورځې وړاندې په غزني کې دوو کسانو ته د مرګ سزا ورکړې وه ـ انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له یوې اوونۍ په کمه موده کې په عام محضر کې درېیم کس اعدام کړی دی.

که څه هم د طالبانو حکومت لخوا څو ورځې وړاندې په غزني کې د دوو کسانو له اعدام وروسته، نړیوالو بنسټونو له طالبانو د دې کار د بندېدو غوښتنه وکړه، خو د طالبانو حکومت د فبرروۍ پر ۲۶مه خبر ورکړ چې په جوزجان ولايت کې یې یو بل کس هم اعدام کړی دی.

د طالبانو حکومت ستر عدالت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د "قصاص" دا امر د شبرغان ښار په ورزشي لوبغالي کې داسې مهال عملي شوی چې یو شمېر خلک او د هغوی د حکومت چارواکي هم ورغلي ول.

د هغوی په وینا، دا سزا هغه کس ته ورکړل شوې ده چې ابتداييه، متوسطه او سترې محکمې د قتل جرم ورباندې ثابت کړی وو.

په اعلامیه کې راغلي، دا شخص نظر محمد نومېده او په دې تورن وو چې دوه کاله وړاندې یې یو بل کس د چاقو په ګوزار وژلی وو.

اعلامیې زیاته کړې چې پر دې شخص د اعدام پرېکړه د طالبانو د مشر ملا هبت‌ الله اخوندزاده له منظورۍ وروسته عملي شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG