د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز یو بل ته مخامخ شوي دي


د کراچۍ کېنګز شان مسعود د توپوهنې پر مهال - پخوانی انځور.
د کراچۍ کېنګز شان مسعود د توپوهنې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز لوبډلې یو بل ته مخامخ شوې دي.

د فبرورۍ پر ۲۸مه د کراچۍ په لوبغالي کې دا سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیل شوه چې پچه یې اسلام اباد یونایټېډ وګټله او لومړی یې د توپ اچونې (بالېنګ) پرېکړه وکړه.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د فبرورۍ پر ۲۷مه ملتان سلطانز لاهور قلندرز لوبډلې ته په ۶۰ منډو ماتې ورکړه.

په هغه لوبه کې ملتان سلطانز لومړی بیټېنګ وکړ او په ټاکليو ۲۰ اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۴ منډې وکړې.

په ځواب کې د لاهور قلندرز ټوله لوبډله په ۱۷ اوورونو کې په ۱۵۴ منډو وسوځېده.

د ملتان سلطانز عثمان خان پر ۵۵ توپونو ۹۶ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

بل خوا د همدې لوبډلې توپ اچوونکي اسامه مير د لاهور قلندرز شپږ لوبغاړي وسوځول.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر ۲۹مه کراچۍ کېنګز او کوټه ګلیډیېټرز یو بل ته مخامخ شي.

د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلیډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي او پایلوبه به یې د مارچ پر ۱۸مه کېږي.

لاهور قلندرز په ۲۰۲۳ز کال کې ملتان سلطانز لوبډلې ته په ماتې ورکولو د اتم پړاو اتله شوې وه، خو دا ځل يې تر اوسه شپږ لوبې کړي او ټولې يې بايللي دي.

XS
SM
MD
LG