د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن د کوټه ګلیډیېټرز او کراچۍ کېنګز ترمینځ سیالي کېږي


د اسلام اباد یونایټېډ کولېن منرو (ښي لوري ته) له الېکس هېلز سره د ۱۰۸ منډو شراکت وکړ - د فبرورۍ ۲۸مې انځور.
د اسلام اباد یونایټېډ کولېن منرو (ښي لوري ته) له الېکس هېلز سره د ۱۰۸ منډو شراکت وکړ - د فبرورۍ ۲۸مې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې کوټه ګلیډیېټرز او کراچۍ کېنګز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د فبرورۍ پر ۲۹مه د کراچۍ په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د فبرورۍ پر ۲۸مه اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې کراچۍ کېنګز ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه.

په هغه سیالۍ کې لومړی بیټېنګ کراچۍ کېنګز وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۵ منډې وکړې. د هغې لوبډلې کېیرن پولارډ ۴۸ او عرفان خان او شان مسعود ۲۷، ۲۷ منډې وکړې. د اسلام اباد یونایټېډ سلمان علي اغا، عماد وسیم او نسیم شاه یوه، یوه وېکټه واخیسته.

په ځواب کې د اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې ښه توپوهنه وکړه او چې منډې یې ۱۰۸ ته ورسولې نو الېکس هېلز په ۴۷ منډو وسوځېد. تر دې وروسته کولېن منرو تر ۸۲ منډو کولو وروسته وسوځېد او عماد وسیم بې له منډې کولو اوټ شو.

اسلام اباد یونایټېډ ټاکلی هدف په ۱۹م اوور کې د درو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلیډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي او پایلوبه به یې د مارچ پر ۱۸مه کېږي.

لاهور قلندرز په ۲۰۲۳ز کال کې ملتان سلطانز لوبډلې ته په ماتې ورکولو د اتم پړاو اتله شوې وه، خو دا ځل يې تر اوسه شپږ لوبې کړي او ټولې يې بايللي دي.

XS
SM
MD
LG