د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې او اوکراین پر یو بل د ډرون الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي


چارواکي وایي د مارچ پر دویمه روسیې د اوکراین په اودېسا کې د استوګنې لوړه وداني په نښه کړې ده.
چارواکي وایي د مارچ پر دویمه روسیې د اوکراین په اودېسا کې د استوګنې لوړه وداني په نښه کړې ده.

راپورونه وايي، روسیې او اوکراین پر یو بل د ډرون او میزایلو بریدونه کړي دي.

د اوکراین سیمه ییز چارواکي وايي چې په تازه خونړیو بریدونو کې روسیې د اوکراین په ساحلي ښار اودېسا کې د استوګنې لوړه وداني په نښه کړې چې پکې لږترلږه اته تنه وژل شوي دي.

د مارچ پر دویمه روسیې د اوکراین په مېکولایېف او خارکیف کې هم د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي چې پکې درې تنه وژل شوي او یوشمېر زخمیان دي.

بل لوري ته د روسیې په سېنټ پیټرز برګ ښار کې په مبینه ډرون برید کې د استوګنې یوې ودانۍ ته زیان رسېدلی دی. په پېښه کې لږترلږه شپږ کسان ژوبل شوي دي.

د سېنټ پیټرزبرګ والي الېکسینډر بېګلوف دا نه دي ویلي چې ایا ډرون برید شوی او که نه او داراز، بل کوم لامل یې هم نه دی یاد کړی، خو یوازې یې پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې شاوخوا ۱۰۰ کسان یې له ودانۍ ایستلي دي.

د سېنټ پیټرزبرګ یوې رسنۍ فونتانکا ویلي چې دا پېښه د اوکراین د ډرون برید له وجې شوې ده خو کییف لا په دې اړه څه نه دې ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG