د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا پر اسراييلو غزې ته د مرستو رسېدو لپاره د اقداماتو غږ کړی دی


د مارچ پر لومړۍ نېټه له یوې الوتکې څخه د غزې اوسېدونکو لپاره مرستندویه توکي اچول کېږي.
د مارچ پر لومړۍ نېټه له یوې الوتکې څخه د غزې اوسېدونکو لپاره مرستندویه توکي اچول کېږي.

د امريکا مرستيالې ولسمشرې پر اسراييلي حکومت غږ کړی چې غزې تړانګې ته د زیاتو مرستو رسېدو په لړ کې لا نور اقدامات وکړي.

دا خبره کاملا هیرېس د مارچ پر درېیمه په الاباما کې په ۱۹۶۵ز کال کې د هغه ایالت د امنیتي سرتېرو له لوري د رايې کارونې حق ترلاسه کولو لپاره د سوله ییزو احتجاجیانو د وهلو ټکولو یادغونډې ته په وینا کې وکړ.

هغې وويل چې د غزې خلک له بشري ناورين سره مخامخ دي. هیرېس په سیمه کې د سمدستي اوربند غږ وکړ او و یې ویل چې له دې سره به د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، له لوري د یرغمل شویو کسانو خوشې کېدل ممکن شي.

د مارچ پر دویمه د امریکا د سپینې ماڼۍ یو چارواکي خبریالانو ته ویلي ول چې اسراییلیو دا وړاندیز تقریباً منلی دی چې په غزه کې تر شپږو اوونیو یا یوې نیمې میاشتې اوربند وشي او حماس هغه یرغمل کړي کسان خوشې کړي چې له خطر سره مخامخ ګڼل کېږي.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید وکړ چې پکې یې د اسراییل خوا او شا ۱،۲۰۰ وګړي ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړ جاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۰،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

په غزه کې د اسرایيلو په پوځي عملیاتو کې ولسي سیمې ویجاړې شوې دي، نېږدې ټوله ابادي یې بېځایه شوې او د سیمې اوسېدونکي له لوږې سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو ارقام ښيي چې غزې ته د ټولو بشري مرستو کچه په فبرورۍ میاشت کې د جنورۍ پرتله نیمایي ته کمه شوې ده. د ملګرو ملتونو په وینا، په غزې تړانګه کې لږترلږه ۵۷۶،۰۰۰ کسان له قحطۍ یو ګام لیرې دي.

XS
SM
MD
LG