د خیبر پښتونخوا په مردان کې د پولیو پر یوې واکسيني ډلې په ډزو کې یو پولیس سرتېری ژوبل شوی دې.
د خيبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) وياند بلال فیضي له رسنیو سره په شریکو شويو معلوماتو کې ویلي دي چې دغه پېښه نن (د مارچ پر پينځمه) د تخت بایي په پیر سدو کلې کې وشوه چې پکې یو پولیس ژوبل شوی دې.
د نوموړي په وینا په پېښه کې د پولیو واکسيني ډلې کارکوونکو ته څه زیان نه دی اوښتی. تر اوسه چه د هغې پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.
تر دې يوه ورځ وړاندې، د مارچ پر څلورمه د خیبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې هم د پولیو پر واکسیني ډلې په وسلوال برید کې یو روغتیايي کارکوونکی او یو امنیتي ساتونکی ژوبل شوي ول.
د هغې حملې ذمه واري هم لا چا نه ده منلې خو پولیس چارواکو ويلي ول چې د مشکوکو وسلوالو د نیولو لپاره یې سیمې ته ګڼ سرتېري استولي او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر درېیمه د خیبر پښتونخوا له لکي مروتو او ډېره اسماعیل خان پرته د صوبې په ټولو ضلعو کې د ګوزڼ اووه ورځنی واکسیني کیمپېن پیل شو.
په هغو دوو ضلعو کې پینځه ورځنی او د پاکستان په بلوچستان او سیند صوبو کې اووه ورځنی واکسیني کیمپېن د فبرورۍ پر ۲۶مه پیل شوی وو چې پکې روغتیايي کارکوونکو تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو لکونو ماشومانو ته د پولیو مخنیوي څاڅکي ورکړل.
د فبرورۍ پر ۲۶مه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې همد ګوزڼ پرضد کیمپېن پیل شوی وو.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.
په پاکستان کې تېر کال (۲۰۲۳ز کې) د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.
په افغانستان کې هم تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.