د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا وايي له هرې ممکنه لارې غزې ته مرستې رسول غواړي‌


د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ميتيو مېلر. (انځور: ارشیف)
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ميتيو مېلر. (انځور: ارشیف)

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په څلورمه ويلي دي چې له زياتو ممکنه لارو غزې ته د مرستو رسولو لپاره کار کوي چې دا ډول د اسرایيلو او حماس ډلې ترمينځ د جګړې له کبله د رامنځته شوي بشري بحران په هواري کې مرسته وشي.

وزارت زياتوي، په ساده ټکو کې خبره دا ده چې د غزې حالت د زغملو وړ نه دی.

د هغه وزارت وياند ميتيو مېلر ويلي دي چې واشنګټن له ممکنه سمندري لارې غزې ته د مرستو رسولو په اړه خوشبينه دی.

د هغه په خبره امريکايي پوځ چمتو دی چې په هوا کې له الوتکو څخه لاندې خلکو ته د مرستو غورځول جاري وساتي.

مېلر زياتوي چې هدف يې له هوا ،ځمکې او سمندري لارو د مرستو رسولو داسې کوټلې ستراتيژي رامينځته کول دي چې غزې ته د بشري مرستو رسول زيات شي.

حماس، د امريکا او اروپايي ټولنې لخوا ترهګره ډله ګرځول شوې ده، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید وکړ چې پکې یې د اسراییل خوا او شا ۱،۲۰۰ وګړي ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړ جاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۰،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG