د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصري چارواکي وایي له حماس سره یې مذاکرات بې نتیجې سر ته رسېدلي دي


د مارچ پر لومړۍ د غزې په کوڅو کې خلک له الوتکو په ورغوځول شویو مرستندویه توکو پسې منډې وهي.
د مارچ پر لومړۍ د غزې په کوڅو کې خلک له الوتکو په ورغوځول شویو مرستندویه توکو پسې منډې وهي.

مصریو چارواکو ویلي دي چې په غزې تړانګه کې د اوربند او د یرغمل شویو اسراییليانو د خوشې کولو په اړه یې له حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه ترهګره ډله بولي، سره مذاکراتو څه نتیجه نه ده ورکړې.

چارواکو د مارچ پر پینځمه له حماس سره تر درې ورځنيو مذاکراتو وروسته وویل چې په هغو خبرو کې څه پرمختګ و نه شو.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او ځینې نورو هېوادونه له اسراییلو او حماسه غوښتنه کړي چې د روژې تر پیلېدو مخکې دې د اوربند پر موضوع موافقه وکړي. امکان دی چې سږ کال روژه د مارچ پر ۱۰مه پیل شي.

د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې روانې جګړې د غزې ډېره برخه ویجاړه کړې او په ځانګړې توګه په شمالي برخو کې یې بشري ناورین زېږولی دی. د دې له وجې زیاتره خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خوړو په لټه کې دي.

اسراییلو د اکتوبر پر اوومه د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۰،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG