د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوشمېر هندي وګړي وايي له روسیې په زور د اوکراین جګړې ته استول کېږي


د روسیې په یکترینبورګ کې سرتېري په خپل روزنیز کیمپ کې ولاړ دي - د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پینځمې انځور.
د روسیې په یکترینبورګ کې سرتېري په خپل روزنیز کیمپ کې ولاړ دي - د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پینځمې انځور.

یوشمېر هندیو وګړو تور پورې کړی دی چې د روسیې حکومت یې په زور د اوکراین جګړې ته استول غواړي.

اووه هندیو وګړو دا دعوه په یوه ویډیويي بیان کې کړې ده او وايي چې د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر په وروستيو کې د سيلانيانو په توګه روسيې ته ولاړل، خو هلته يو روسي لارښود په دوکې بېلاروس ته واړول.

هغوی وايي چې په بېلاروس کې چارواکو د ويزې نه لرلو له امله ونيول او بېرته یې روسيې ته ولېږدول چې اوس هلته په زور په اوکراين کې د روسیې لپاره جګړې کولو ته مجبورول کېږي.

د هغو کسانو په وینا، دوی اړ شول چې بې له ژباړونکي ځینې اسناد لاسلیک کړي چې په نتيجه کې يې هغوی د پوځي روزنې يوه مرکز ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه ویډیو کله خپره شوې او هغه کسان اوس چېرې دي.

مسکو او نوي دلي لا د هغو وګړو د ویډیو او څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو هندیو چارواکو تېره میاشت ویلي ول چې هڅه کوي چې شاوخوا ۲۰ هغه هنديان خپل هېواد ته ستانه کړي چې د روسيې په پوځ کې موندل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG