د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ټرانسپورټرانو پر لویو لارو له غلو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده


په سیند کې پولیس د کچې د غلو او ډاکوانو پرضد د عملیاتو پر مهال - پخوانی انځور.
په سیند کې پولیس د کچې د غلو او ډاکوانو پرضد د عملیاتو پر مهال - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا ټرانسپورټرانو او د مال وړونکو ګاډي ډرېورانو د سیند پر حکومت غږ کړی دی چې د هغې صوبې پر لویو لارو دې یې تګ راتګ خوندي کړي.

د ټرانسپورټرانو د ټولنې مشرانو د مارچ پر اوومه په پېښور کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې په تېرو دوو میاشتو کې د کچې غلو ۱۵ ډرېوران تښتولي او د تاوان نه ورکولو له کبله یې وژلي دي.

کچه د سیند صوبې هغې سیمې ته ویل کېږي چې له خیبر پښتونخوا څخه د عرب سمندرګي پر لوري بهېدونکي اباسین دواړو غاړو پرته ده. دا سلګونه مربع کېلومیټره رقبه لرونکې سیمه ده چې زیاتره برخه یې د پاکستان د ځنګلونو چارو ادارې ملکیت ده.

د سیند او پنجاب غله او ډاکوان زیاتره تښتولي کسان د کچې سیمې ته وړي او هلته یې له ځان سره ساتي او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشې کوي.

د ټرانسپورټرانو د ټولنې عمومي سېکرټر حاجي سکندر خان مشال راډیو ته وویل چې چارواکي دې پلټنه وکړي چې په سیند کې ولې پښتانه ډرېوران تښتول او وژل کېږي.

د سیند حکومت لا د خیبر پښتونخوا د ټرانسپورټرانو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د کورنیو چارو صوبايي وزرات د روان کال په پیل کې ویلي ول چې د ۲۰۲۳ز کال له اپرېل راهیسې یې له پنجاب سره پر پوله په کچې سیمه کې د غلو او ډاکوانو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

وزارت وايي چې په هغه موده کې یې ګڼو مشکوکو غلو ته مرګژوبله اړولې او له منګولو څخه یې یوشمېر تښتولي کسان هم ازاد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG