د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه وایي د روسیې او اوکراین ترمینځ د سولې خبرو کوربتوب ته چمتو ده


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان (ښي لور ته) د مارچ پر اتمه په استنبول کې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان (ښي لور ته) د مارچ پر اتمه په استنبول کې

د ترکیې ولسمشر ویلي دي چې هېواد یې چمتو دی چې د مسکو او کېیف ترمینځ د سولې خبرو کوربه توب وکړي او د اوکراین د بیارغونې په هڅو کې په کلکه مرسته وکړي.

رجب طیب اردغان دا څرګندونې په داسي حال کې کړي چې د اوکراین ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي يې ترڅنګ ولاړ وو.

اردغان د مارچ پر اتمه په استنبول کې ټلویزیوني خبري غونډې ته وویل: "د اوکراین او روسیې ترمینځ جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسېږي. موږ تيار یو چې د سولې د یوې غونډې کوربه توب وکړو چې روسیه هم پکې حضور ولري."

اردغان وویل، له اوکراین سره خپل يووالي ته ادامه ورکوي چې دا ډول جګړه د مذاکراتو او د عادلانه سولې له لارې پای ته ورسوي.

که څه هم زېلېنسکي وویل چې مسکو به د سولې د لوړې کچې هغې غونډې ته ونه بلل شي چې سویټزرلېنډ یې په پسرلي کې د جوړولو وړاندیز کړی دی. خو نوموړي زیاته کړه چې د اوکراين له ايتلافيانو سره د سولې لپاره پر تګلارې تر موافقې وروسته په راتلونکې غونډه کې د روسیې استازي ته بلنه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG